د ایران د پاڅون بریا او په افغانستان کې لاسوهنې
میرویس جواد میرویس جواد

 

د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې ۲۲ په ایران کې د سید روح الله خمیني په مشرۍ انقلاب بریا ته ورسېد. په دغې ورځ د ایران  د پخواني پادشاه محمد رضا شاه پهلوي واکمنۍ نسکوره او پر ځای یې اسلامي نظام (!) رامنځته شو.

پاڅون څنګه او د چا له لوري؟

د ایران د اسلامي انقلاب په اړه داسې شکونه شته، چې د دغه پاڅون تر شا د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او فرانسې لاس و؛ ځکه  د پاڅون له بریا څخه وړاندې او حتی وروسته له پاڅون څخه د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ سړه جګړه روانه وه، د سړې جګړې او پر ایران د محمد رضا شاه پهلوي واکمنۍ پر مهال ایران په سیمه کې د امریکا د ژاندارم دنده پر غاړه درلوده. د اسلامي انقلاب په اړه ویل کېږي؛ لدې امله، چې امریکا د ختیځ بلاک (شوروي) پر وړاندې یو کمزورې شوې وه او دا توان یې نه درلود، چې په سیمه (ایران او شاوخوا هېوادونه) کې د شوروي له نفوذ څخه مخنیوی وکړي، له همدې امله یې په ایران کې داسې نظام رامنځته کړ، چې په بشپړه توګه د ختیځ او حتی د لوېدیځ بلاک پر وړاندې ودرېږي.

لومړنۍ هڅې

د انقلاب په پیل کې د ایراني مذهبي مشر هڅه کوله، چې دغه پاڅون نورو اسلامي هېوادونو ته هم صادر کړي؛ خو پدې کار بریالی نه شو او پرېکړه یې دا وه، چې یوازې په سیمه کې له شیعه لګکیو د ملاتړ تر چتر لاندې خپلو موخو ته رسېږي.

افغانستان

په افغانستان کې د ایران لاسوهنې اوږد شالید لري؛ خو د انقلاب له بریا څخه وروسته دغو لاسوهنو نوی رنګ واخیست او په افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر مهال د ایران او افغانستان اړیکې تر وروستۍ بریده له شخړو ډکې وې.

په ۲۰۰۱ زېږديز کال په هېواد کې د طالبانو نسکورېدو پر مهال ایران له امریکا سره پراخې مرستې وکړې، چې دغه نظام نسکور کړي. په افغانستان کې د لنډمهاله دولت په رامنځته کېدو سره د ایران لاسوهنې لا پراخې شوې، چې تر دې دمه دوام لري او په وروستیو کې پراخې شوې هم دي.

لاسوهنې او له مخالفینو ملاتړ

لدغو لاسوهنو څخه یو هغه یې هم په رسنیز ډګر کې ده. ایران په هېواد کې له پراخو رسنیو څخه په ملاتړ غوښتلي دي، چې د امریکا تبلیغاتي جګړې پر وړاندې نوی بلاک رامنځته کړي.

ایران په وار وار تورن شوی، چې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او هغه وسلې هم تر لاسه شوي، چې د ایران له لوري د دولت وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو لاملونه په لاندې توګه شمېرلی شو:

لومړی دا، چې ایران د هلمند سیند اوبو ته اړتیا، ایران د دې لپاره، چې وکولای شي پخپله خوښه لدغو اوبو څخه ګټه پورته کړي په سیمه کې نا امنۍ ته لمن وهي. دویم په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت دي، چې په ښکاره ایران یې د ځان دښمن ګڼي، له همدې امله د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره مرستې کوي، چې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي. بله موضوع، چې په وروستیو کې جدي شوې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند او همدا راز د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي سند دی.

د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي سند لاسلیک په صورت کې دغه هېواد به په افغانستان کې پوځي اډې ولري، چې د ایران لپاره د منلو وړ ندي. څلورم ټکی په سیمه کې د ایران د سیاسي او مذهبي نفوذ پراخوالی دی، ایران غواړي د افغانستان په ګډون په سیمه کې خپل نفوذ پراخ او د سعودي عربستان او ترکیې پر وړاندې خپله سیالۍ په ښه توګه پر مخ یوسي او حتی د دې په لټه کې دی، چې د یادو هېوادونو ځای ناستی شي.

همدا راز ایران په وروستیو کې د لوېدیځو هېوادونو له لوري له سختو بندیزونو سره مخ شوی دی. ایران د افغانستان خاورې څخه په ګټنې غواړي داسې وښايي، چې بندیزونو پرې چندان اغېز ندی کړی. 

پورتنیو لاملونو ته په پام سره ایران توانېدلی، چې د هېواد په ګڼو برخو کې  خپلې کړۍ ولري او د دوی په ګټه کار وکړي. دغه هېواد د خپل سیاسي او مذهبي نفوذ پراخوالي په موخه له دوو برخو ګټه پورته کوي: لومړی د عاشورا مراسم او دویم د اسلامي انقلاب د بریا ورځ (د سلواغې ۲۲).

د عاشورا پر مراسمو په وخت کې یې بحثونه شوي او په راتلونکې کې به هم دغه بحثونه دوام ولري؛ اوس مهال د ایران د انقلاب موضوع مطرح ده.

ایران د ټولو اصولو خلاف په هېواد کې د ځینو چاپي رسنیو مخونه یا صفحې، د غږیزو او انځوریزو رسنیو وختونه پېرلي دي. همدا راز د هېواد په مشخصو ځایونو کې یې د انقلاب بریا لمانځلو لپاره بېنرونه لګولي دي.  

د ایران د افغان حکومت او په ټوله کې په افغان دولت کې د خپل نفوذ په پراخولو سره توانېدلی، چې د ولسمشر تر مرستیالانو او حتی ولسمشره پورې ځان ورسوي او لدغو کسانو څخه په افغانستان کې د خپلو ملي ګټو خوندي کولو په موخه کار واخلي، چې ښه بېلګه یې په تېرو کلونو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پېسو ورکړه او تېر کال په کابل کې د ایران انقلاب په لمانځغونډه کې د ولسمشر د مرستیالانو ګډون دی.

حل لاره

اوس مهال، چې ایران توانېدلی د دولت بېلابېلو برخو ته ځان ورسوي او لدې لارې خپلې ګټې خوندي کړي، د دولتي چارواکو له واکه څه پوره ندي، لدې امله عامو افغانانو ته په کار ده، چې په هېواد کې د ایران د نفوذ پراخوالي پر وړاندې را پورته شي او پرې نږدي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپل سیاسي او مذهبي نفوذ په پراخوالي سره زمونږ افغانانو ملي ګټې، وروګلوۍ او اتفاق له ننګونو سره مخ کړي.

 

 


February 13th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات